د لاسرسي لېنکونه

د جرمني پولیسو په لسو ایالتونو کې د اسلامي دولت ډلې د مشکوکو پلویانو پرضد، په یوه وخت په جوماتونو، اپارتمانونو او دفترونو کې د تلاشۍ عملیات پیل کړي دي.

د جرمني د «ډي. پي. اې.» خبري اژانس د راپورله مخې نن سهار د DWR یا د رښتیني مذهب په نوم ډلې پورې د تړلو تنظیمونکو او پلویانو په څه باندې دوو سوو اپارتمانونو او دفترونو باندې عملیات ترسره شول.

د خبر له مخې دغه عملیات د جرمني په لویدیځو ایالتونو او برلین کې شوي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرتوماس دي مایزیري په برلین کې په یوه خبري کنفرانس کې پردغې ډلې د بندیزلګولو او د هغې د منحلولو د اعلان ترڅنګ وویل:

"په ننني بندیز سره موږ ښکاره پیغام ورکوو، زموږ په ټولنه کې افراطي سخت دریځي چې د شخړو ترسره کولو ته لېوالتیا لري، هیڅ ځای نه لري، دلته موږ ښکاره کرښه هم باسو چې په اساس یې کولای شو په جرمني کې سوله ییز اسلام خوندي کړو."

د کورنیو چارو وزارت دا ډله له اساسي قانون څخه پرسرغړونې او د کرکې په خپرولو تورنه کړې او ویلي یې دي چې اکثرو هغو کسانو چې سوریې ته تللي له دې ډلې سره ارتباط درلود.

خو د دې نښې نشته چې دې ډلې به په خپله د حملو پلان درلود.

XS
SM
MD
LG