د لاسرسي لېنکونه

روسیه وایي، د دی هېواد الوتکې وړونکې بېړۍ د لومړي ځل لپاره په سوریه کې حملې پیل کړي دي.

د روسیې دفاع وزیرسرګې شویګو وویل، نن هوایي ځواکونو په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې او النصره جبهې پرضد په ادلیب او حمس ولایتونو کې پراخ عملیات پیل کړل.

شویګوی له ولسمشر ولادمیرپوتین سره په کتنه کې هغه ته وویل، زموږ د سمندري ځواکونو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ادمیرال کوزنیتسف الوتکې وړونکې بېړۍ په جګړو کې برخه اخیسته ده.

دغه بېړۍ تېره میاشت د مدیترانې ختیځې برخې ته استول شوې وه.

XS
SM
MD
LG