د لاسرسي لېنکونه

هغه ماشوم چې په فراه کې سړي تښونکو تښتولی و او زړه بوګنونکي ویډیوګانې یې د ټولنیزو رسنیو له لارې خپرې شوې وې، د یرغمل نیونکو له منګولو نن خوشې شو.

د راپورونو له مخې د نوید په نوم دغه پنځه کلن ماشوم له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې یرغمل نیونکو له ځان سره ساتلی و.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې په یوه بیان کې وویل چې د نوید د خلاصون لپاره د عملیاتو په جریان کې څلور یرغمل نیونکي نیول شوي دي.

د دغه هلک د کورنۍ غړیو تېره ورځ ازادي راډیو ته ویلي و چې یرغمل نیونکو ورڅخه د ډېرو پیسو غوښتنه کړې چې د دوی په وس پوره نه ده او له ولسمشر څخه یې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG