د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

سولې شورا: اسلام‌اباد کې د پګواش جوړېدونکې غونډې ته تمه نه‌لرو


ټاکل شوې تر راتلونکو څو ورځو د پاکستان پایتخت اسلام‎اباد کې د افغانستان سولې په اړه د پګواش غونډه جوړه شي خو د سولې عالي شورا وايي چې دغه ناستې ته کومه تمه نه‎لري.

د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د پګواش مؤسسې له دې مخکې هم په یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د سولې په اړه ورته ناستې ترسره کړي خو کومه لاسته راوړنه‌یې نه‌درلوده.

ښاغلي قاسمیار وویل، د پګواش تېرو ناستو ته په کتو دا ځل به هم دغه ناسته پرته له کومې لاسته راوړنې پای ته ورسېږي.

د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار
د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار

ښاغلي قاسمیار زیاته کړه:

"تېرو تجربو ښودلې چې دا ډول ناستو کومه لاسته راوړنه نه‎ده لرلې، ورته ناستې له دې مخکې هم په اُسلو، دوحه او یو شمېر نورو هېوادونو کې ترسره شوي خو کومه نتیجه‌یې نه‎ده ورکړې."

ښاغلی قاسمیار وايي، د سولې په اړه هر ډول خبرې باید له یوه واحد دریځه او د افغانستان سولې عالي شورا په رهبرۍ ترسره شي.

ټاکل شوې چې د افغانستان له‎خوا به په دې غونډه کې د پوهنې پخوانی وزیر غلام فاروق وردګ، ډاکټر انوارالحق احدي، ضیاالحق امرخېل، فاروق اعظم، حاجي روح‌الله وکیل، خلیل‌الله صافی او یو شمېر نور سیاسي مشران ګډون وکړي.

په دغې غونډه کې یو تن احتمالي ګډون کوونکي فاروق اعظم ازادي راډیو ته وویل چې په یاده غونډه کې به د افغانستان د سولې او همداراز د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو پر ښه کېدو خبرې وشي.

د سولې په دغې غونډه کې یو تن احتمالي ګډون کوونکی فاروق اعظم
د سولې په دغې غونډه کې یو تن احتمالي ګډون کوونکی فاروق اعظم

ښاغلي اعظم زیاته کړه:

"په ناسته کې به پر دې خبرې وشي چې افغانستان ته سوله څنګه راتلای شي؟ او پر دې به هم غور کېږي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ مناسبات څنګه عادي شي؟ دا خبرې ګټورې دي او یو مثبت حرکت دی، د مذاکراتو دروازه باید بنده نه‎شي او تل باید خلاصې وي."

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکی لطیف نظري وايي چې دا ډول ناستې باید دننه افغانستان کې جوړې شي څو د پاکستان له لاسوهنو څخه لیرې وي.

ښاغلی نظري وايي، پاکستان لا هم د افغانستان پر وړاندې خپله پخوانۍ پالېسي کاروي او د افغان سولې پر وړاندې یو خنډ دی.

ښاغلی نظري وايي، پاکستان لا هم د افغانستان پر وړاندې خپله پخوانۍ پالېسي کاروي.
ښاغلی نظري وايي، پاکستان لا هم د افغانستان پر وړاندې خپله پخوانۍ پالېسي کاروي.

دی وايي:

"پاکستان لا تر اوسه د افغانستان په وړاندې خپل سیاست ته بدلون نه‎دی ورکړی او د افغانستان د سولې پروسې ته خنډ جوړوي. زه فکر کوم چې لومړۍ باید دا ډول ناستې دننه په افغانستان کې جوړې شي، څو د پاکستان له لاسوهنې څخه لیرې اوسي او دوهم دا چې نړیوال فشارونه پر پاکستان زیات شي."

پګواش کاناډايي مؤسسه د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د سولې او شخړو د له‎منځه وړو په هدف، له ۱۹۵۷ زېږديز کال راهيسې فعاليت لري.

دغې مؤسسې تر دې مخکې هم په قطر، اماراتو، فرانسه او ځینو نورو هېوادونو کې د افغانستان د سولې په اړه غونډې جوړې کړي دي.

راپور: عبادالله حنان‎زی

XS
SM
MD
LG