د لاسرسي لېنکونه

بریتانیا له اروپایي ټولنې د وتلو لپاره یو عمومي پلان نه‎لري او حکومت به ښایي ونه‎شي کولای چې په شپږو میاشتو کې له دې ټولنې د وتلو د سټراټیژي په اړه خبرو کې یوې موافقې ته ورسېږي.

دغه مسئله په هغه افشا شوي یاداشت کې مطرح شوي چې کاپي ګانې یې ټایمز او بي بي سي ترلاسه کړي دي.

په دغه یاداشت کې دغه راز خبرداری ورکړل شوی چې حکومت له بریکسیت سره پر تړلو پنځه سوو پروژو کار کوي او ښایي ۳۰ زرو نورو ملکي کارکوونکو ته اړتیا ولري.

په یاداشت کې دا هم ویل شوي چې تر اوسه د وتلو یوه ګډه سټراټیژي ځکه نشته چې په کابینه کې دننه پرې اختلافات موجود دي.

د حکومت یوه ویاند وویل، په دغه یاداشت کې چې یوه سلاکار چې نوم یې نه‎دی ښودل شوی کابینې ته برابر کړی، شوې ادعاوې نه مني.

د بریتانیا صدراعظمه تیریزا مې هیله منه ده چې د مارچ میاشتې تر پایه له اروپایي ټولنې د وتلو لپاره د خبرو د پیلېدو لپاره د لیزبن تړون له پنځوسمې مادې څخه کار واخلي چې له مخې یې د خبرو لپاره دوه کاله وخت ټاکل شوی دی.

XS
SM
MD
LG