ټاکل شوې، سبا په روسیه کې د ځوانانو د سوک وهنې د اتلولۍ دویم پړاو سیالۍ پیل شي.
د افغانستان د بدني روزنې ویاند عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل، په دغه سیالیو کې چې د روسې په سن پیترزبورک ښار کې ترسره کېږي، د افغانستان په ګډون په کې د سلو هېوادونو لوبغاړي برخه اخلي.
نوموړي زیاته کړه:
"د افغانستان سوک وهنې ټیم اووه کسیزه ډله د څلورو لوبغاړو، یوه څارونکي، یوه هیئت او منېجر په ګډون په دغو سیالیو کې د ګډون په هدف تېره ورځ روسیه ته سفر وکړ."
ښاغلي پیمان زیاته کړه چې دغه سیالۍ د نوامبر تر ۲۶ پوري دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ځوانانو د سوک وهنې د اتلولې لومړی پړاو سیالۍ تېر کال په قزاقستان کې تر سره شوې.