د لاسرسي لېنکونه

پرون د پرله‎پسې دوهمې اوونۍ لپاره د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرضد په زرګونو زده‎کونکي له خپلو درسي خونو ووتل او اعتراضونه ته یې دوام ورکړ.

د لاس انجلس د ښوونې ادارې د اټکل له مخې څلور زره زده‎کونکي په مظاهرو کې د ګډون لپاره له خپلو درسي خونو وتلي او زما ولسمشر نه یې په څېر شعارونه یې ورکول.

دوی دغه راز د ټرمپ پرضد دا شعارونه هم ورکول چې هغه په پام کې لري د اسنادو نه لرونکې کډوال وباسي او د متحدو ایالتونو او مکسیکو ترمنځ دیوال جوړ کړي.

د سیاتل ایالت د ښوونې چارواکو وویل چې د ثانوي او منځنیو ښوونځیو شاوخوا پنځه زره زده‎کوونکو چې د دې ایالت د ټولو زده‎کونکو په سلو کې لس دي، په مظاهرو کې ګډون کړی و.

دغه راز چارواکو په پورټلنډ، اوریګان، مونټګومیري، مریلینډ، دینور او د سانفرانسیسکو په سیمو کې هم په مظاهرو کې د په سلګونو زده‎کوونکو د ګډون خبر ورکړی دی.

له هغې وروسته چې ډونالډ ټرمپ د نوومبر په اتمه انتخاباتو کې پرخپلې رقیبې ډموکراټې هیلرې کلېنټن بریالی شو، له نیویارکه ترلاس انجلس پورې په ښارونو کې په لسګونو زره کسانو اعتراضیه مظاهرې کړې دي.

ټرمپ وړمه ورځ له CBS ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې دې پر دغو پېښو خواشینی دی او له مظاهره‎کوونکو یې وغوښتل چې خپل اعتراضونه پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG