د لاسرسي لېنکونه

د روسیې صدراعظم دیمیتري مېدوېدېف د توقیف شوي اقتصاد وزیر الکسي اولیوکاییف په اړه د ریښتینې پلټنې غوښتنه کړې ده.

دا خبر د حکومت مطبوعاتي دفتر ورکړی او ویلي یي دي چې مېدوېدېف د اولیوکاییف د توقیف پر مسئلې له ولسمشر ولادمیرپوتین سره خبرې کړي دي.

د تحقیقاتو کمېټې نن وویل چې هغه تېره شپه ونیول شو او پرې توردی چې دوه میلیون ډالره یې رشوت اخېستی وچې د تیلو ستر دولتي شرکت روزنیفت ته د دې زمینه برابره کړي چې بشنیفت شرکت راونیسي.

اولیکاییف به چې لومړنی لوړ رتبه دولتي چارواکی دی چې له ۱۹۹۱ کال راهیسی نیول کېږي، ډېر ژر محاکمه شي.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل، پوتین ته چې کله د دغې دوسيې په اړه پلټنه پیلیده خبرورکړل شوی و. د پیسکوف په وینا دا جدي تورونه دي.

XS
SM
MD
LG