د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

د ارګ او ولسي جرګې د اختلاف حل لپاره د اساسي قانون ۹۲ مادې تفسیر ته اړتیا


د اساسي قانون پر پلي کولو د څار خپلواک کمېسیون وايي، د ارګ او ولسي جرګې تر منځ د اختلاف د له‌منځه وړلو لپاره اړتیا ده چې د اساسي قانون ۹۲ ماده تفسیر شي.

یاد کمېسیون وايي، د وزیرانو استیضاح باید صریح، مستقیمه او پر دلایلو ولاړه وي.

د یاد کمېسیون رئيس وايي چې د ولسي جرګې له‌خوا د وزیرانو د استیضاح د پروسې په اړه د هېواد اساسي قانون ۹۲ ماده بشپړ صراحت لري.

محمد قاسم هاشمزي د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، کوم شرایط چې د اساسي قانون په دغې ماده کې راغلي باید عملي شي.

هاشمزی: دا یوه حقوقي موضوع ده.
هاشمزی: دا یوه حقوقي موضوع ده.

نوموړي زیاته کړه:

"دا یوه حقوقي موضوع ده، اساسي قانون په دې برخه کې بشپړ صراحت لري، موږ مکلف یو چې دا مواد عملي کړو، اساسي قانون صلاحیت ورکوي، خو شرط هم ږدي او دغه شرط باید عملي شي."

د اساسي قانون په ۹۲ ماده کې په دې اړه راغلي، «ولسي جرګه کولای شي چې وزیران استیضاح کړي او چې قناعت‌یې ونه‌کړو د عدم اعتماد رأیه ورکړي، خو د عدم اعتماد رأیې باید څرګندې، نېغ په نېغه او د مؤجه دلایلو پر بنسټ وي.»

د افغانستان ولسي جرګې د هغو ۱۷ وزیرانو د استیضاح لړۍ پیل کړې چې د ۷۰ سلنې څخه کمه بودجه‌یې مصرف کړې ده.

ولسي جرګې تر اوسه دیارلسو وزیرانو ته د رأیو صندقونه ایښي چې په نتیجه کې یې اووه وزیران سلب اعتماد او شپږ پر خپلو څوکیو پاتې شول.

په دې لړ کې د بهرنیو، فواید عامې، کار او ټولنیزو چارو، پوهنې، ټرانسپورت، لوړو زده‌کړو او مخابراتو وزیران ونه‌توانېدل چې له ولسي جرګې څخه د باور لازمې رأيې خپلې کړي خو د مالیې، عدليې، ښار جوړونې، اوبو اوبرېښنا او له مخدره موادو سره د مبارزې وزیران وتوانېدل چې د جرګې لازمې رأيې خپلې او د وزیرانو په توګه پاتې شي.

د افغانستان کابینې ویلي چې اوس‌مهال د وزیرانو بدلول، د هېواد په ګټه نه‌دي او له سترې محکمې یې غوښتي چې د وزیرانو د استیضاح موضوع دې وڅېړي او نتیجه دې جمهوري ریاست ته وسپاري.

کابینه: سلب اعتماد شوي وزیران دې د څېړنو تر معلومېدو دندې ته دوام ورکړي.
کابینه: سلب اعتماد شوي وزیران دې د څېړنو تر معلومېدو دندې ته دوام ورکړي.

کابینې هم پرېکړه کړې چې د سلب اعتماد شویو وزیرانو په ګډون دې ټول وزیران د سترې محکمې د څېړنو تر پایه پورې خپلو دندو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې ځینې کارپوهان وايي، د ولسي جرګې دغه اقدام به د سترو ستونزو لامل شي.

دوی دا هم وايي، ځینې کړۍ غواړي چې د خپلو سیاسي ملحوظاتو له مخې، دغه ستونزه رامنځته کړي.

بېژن: د پارلمان دغسې یو حرکت اندېښنې زېږوي.
بېژن: د پارلمان دغسې یو حرکت اندېښنې زېږوي.

د دې کارپوهانو له ډلې بشیر بېژن وايي:

"په کوم وضعیت کې چې موږ یو، د پارلمان دغسې یو حرکت پرته له شکه اندېښنې زېږوي او دغه هڅې د ځینو کړیو له‌خوا رهبري کېږي."

په ورته وخت کې روان وضعیت د افغانستان خلک هم اندېښمن کړي دي.

په دې اړه د کابل ښار یوه اوسېدونکي وویل:

"سرپرست نه‌شي کولای چې داسې کار او پروګرام جوړ کړي چې په ښه توګه‌یې پر مخ بوزي، اوس چې ارګ او پارلمان سره په شخړه کې دي دا به لویه ستونزه رامنځته کړي."

ښاغلی بېژن له ولسي جرګې غواړي چې دا لړۍ دې ودروي ځکه چې د ده په اند، دغه اقدام به په کابینه کې لویه تشه رامنځته کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG