د لاسرسي لېنکونه

پولنډي څارنوالان د دې هېواد د پخواني ولسمشر چې شپږ کاله مخکې په یوې هوايي پېښه کې ووژل شو، پر جسد له سره څېړنې کوي.

د راپورونو له مخې د څېړونکو یوې ډلې د دوشنبې په ورځ د لیخ کاچینسکي قبر د څېړنو لپاره وسپړه.

په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د پولنډ د پخواني ولسمشر الوتکه د روسیې په سیمو لینسک سیمه کې ولوېده چې په‌کې د ولسمشر لیخ کاچینسکي، لومړۍ مېرمن او د پولنډ د کابینې د یو شمېر وزیرانو په شمول ۹۶ کسان ووژل شول.

روسیې د دې الوتکې پاتې شوني پولنډ ته ونه‌سپارل او اوس پولنډي څارنوالان غواړي یو وار بیا د دې الوتکې د سپرو د مرګ د سبب په اړه څېړنې وکړي.

د پولنډي چارواکو په وینا دا چې روسیې د نسکورې شوې الوتکې ټوټې دوی ته نه‌دي سپارلي د پېښې د څېړنو په برخه کې یې یو لوی خنډ رامنځته کړی.

XS
SM
MD
LG