د لاسرسي لېنکونه

کرېملېن وايي، د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړي دي.

د کرېملېن د خبرپاڼې پر بنسټ، پوتین په دې ټیلیفوني خبرو کې ټرمپ ته ویلي، چمتو دی چې د متقابل احترام او د یو بل په کورنیو چارو کې د نه‌مداخلې پر بنسټ له نوموړي سره خبرې اترې وکړې.

د خبرپاڼې په دوام کې ویل شوي چې دواړه مشران پر دې سلا شول څو د دواړو هېوادونو تر منځ د رغنده همکارۍ پر بنسټ اړیکې رامنځته کړي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې انتخاباتي مبارزې پر مهال ژمنه کړې وه چې د روسیې سره د اړیکو د ښه کولو لپاره به هڅه وکړي.

XS
SM
MD
LG