د لاسرسي لېنکونه

افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پولیسو مأموریت "EUPOL" د افغان پولیسو سره د دې ټولنې د مرستو پر دوام ټینګار کړی.

د اروپايي ټولنې د پولیسو مشر پرون کابل کې د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر تاج محمد جاهد سره په کتنه کې وویل، د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیز او سلا مشورو لپاره د خپل ملاتړ او همکارۍ زیاتولو ته چمتو دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ښاغلی جاهد وايي، د اروپايي ټولنې مرستې د افغان پولیسو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پولیسو مأموریت له ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې پیل شوی دی او هدف‌یې له افغان پولیسو سره د بشري حقونو د رعایت او د قانون د حاکمیت په برخو کې مرسته او ملاتړ دی.

XS
SM
MD
LG