د لاسرسي لېنکونه

د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وایي، د ارزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې د ګډو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دولت ضد ۹ وسله وال طالبان وژل شوي چې د دوو تنو مړي اوس هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

د ارزګان امنیه قوماندان ولي جان سرحدي ازادي راډيو ته وویل چې په دغو عملیاتو کې د‍ ۱۵ نورو وسله والو د ټپي کېدو ترڅنګ درې تنه نیول شوي هم دي.

د هغه په وینا چې په دغه ولسوالۍ کې يې ځیني سیمې هم له وسله والو مخالیفینو نیولي دي.

نوموړی زیاتوي چې د ترینکوټ په یو شمېر سیمو کې هم د دوشنبې په ورځ افغان ځواکونو هوايي حملې کړي چې په ترڅ کې ۲۵ تنه وسله وال مخالیفین وژل شوي دي.

د قوماندان په خبره چي د ترینکوټ او چورې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې اوس هم د افغان ګډو ځواکونو عملیات راون دي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG