د لاسرسي لېنکونه

ټاکل شوې چې تر راتلونکې یوې نیمې میاشتې پورې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د پولیسو ماموریت پای ته ورسېږې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي وايي چې په افغانستان کې د دغې ټولنې د پولیسو ماموریت د ډسمبر په ۳۱ مه نېټه پای ته رسېږي او ډېر ژربه نوی ماموریت پیل کړي.

په افغانستان کې د دغې ټولنې د ملکي عملیاتو قوماندان کینیت دین د دوشنبې په ورځ په دې په کابل کې یوې غونډه کې وویل چې کارونه یې په افغانستان کې بریالي و او نوی ماموریت به یې هم له افغانانو سره د همکارۍ په برخه کې وي.

کینیت وویل اروپایي ټولنې یوازې د پولیسو پر ښوونې او روزنې اتکا نه ده کړې بلکې دغې اتحادیې په حقوقي، عدلي او قضایي برخو کې هم خدمتونه کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه ټولنې یوازي د پولیسو په برخه کې کار نه دی کړی، دغې ټولنې د حقوقو، عدلې او حتا تر یوه بریده یې په قضایي برخو کې هم خدمتونه کړې، دغه لاسته راوړنې یوازي موږ نه بلکې د افغانانو د همکارانو په مرسته تر سره شوې دي."

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پولیسو پخواني ماموریت ۳۱زره افغان پولیسو ته د روزنې او مشورې ورکولو په برخه کې و چې یوه لسیزه یې دوام وکړ.

بل خوا د کورنیو چارو وزیر افغانستان کې د اروپایې ټولنې ماموریت ګټور او له لاسته راوړنو ډک وباله.

تاج محمد جاهد په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل چې افغانان د اروپایي ټولنې نوي ماموریت ته سترګې په لاره دي.

جاهد: موږ اوس هم د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لرو.

جاهد: موږ اوس هم د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لرو.

نوموړي زیاته کړه:

"هغو لاسته راوړنو چې موږ یې په افغانستان کې شاهد یو دا تر ډېره د نړیوالې ټولنې ملاتړ نتیجه ده او موږ اوس هم د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لرو او بد بختانه اوس هم په افغانستان کې جنګ روان او ناامنې ده."

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناټوغوڅ ملاتړ ماموریت مرستیال سناندې ستوري هم وویل چې په افغانستان کې د اروپایې اتحادیې ماموریت اغېزمن و او د دغې اتحادې له نوي ماموریت سره به هم ورته ملاتړ ولري.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG