د لاسرسي لېنکونه

په هندوستان کې د افغانستان سفير وايي د بنګلور يوه روغتون ژمنه کړې چې د پېژندل شوې افغانې مېرمنې شربت ګلې وړيا درملنه کوي.

شربت ګله به چې اوس يې پر اسنادو کار روان دى، په څو ورځو کې هند ته لاړه شي.

​شربت ګله چې دېرش کاله مخکې يې عکس د نشنل جيوګرافيک مجلې پر پښتۍ خپور شوى و، د خپلو شنو سترګو له کبله په نړۍ کې مشهوره شوه.

شربت ګله

شربت ګله

د هندوستان په بنګلور کې د نَراين په نامه يوه روغتون ويلي چې د مېرمن شربت ګلې وړيا درملنه کوي.

مېرمن شربت ګله به د افغانستان د سفارت په مرسته په څو ورځو کې هند ته ځي او هلته به يې درملنه پيلېږي.

ويل کېږي شربت ګله هيپاټايټ C ناروغي يا د ځيګر د التهاب ستونزه لري، دې ناروغۍ يې خاوند او مشره لور مړه کړي دي.

په نوي ډيلي کې د افغانستان سفير شيدا محمد ابدالي ازادي راډيو ته وويل، دوى د شربت ګلې پر اسنادو کار کوي.

شربت ګله د خپلو شنو سترګو له کبله څه باندې درې لسيزې مخکې هغه وخت د نړۍ په سطحه مشهوره شوه چې عکس يې د نشنل جيوګرافيک مجلې پر پښتۍ خپور شو.

د نشنل جيوګرافيک عکاس سټيف مکوري «Steve McCurry» څو کاله مخکې بيا شربت ګله پيدا کړه او د هغې تازه عکسونه يې واخيستل.

د نشنل جيوګرافيک عکاس سټيف مکوري.

د نشنل جيوګرافيک عکاس سټيف مکوري.

شربت ګله به د وړيا درملنې لپاره د جنوبي ايالت کرناټک «Karnataka» د مرکز بنګلور نَراين «Narayana» خصوصي روغتون ته ورځي او د هند يو حکومتي مامور به د هغې څارنه او پالنه کوي.

مېرمن شربت ګله تېره ميلادي مياشت په پېښور کې د هويت د جعلي اسنادو لرلو په تور ونيول شوه او نږدې دوې اوونۍ يې په بند کې تېرې کړې.

ولسمشر غني د شربت ګلې تود هرکلی وکړ.

ولسمشر غني د شربت ګلې تود هرکلی وکړ.

هغه تېره چهارشنبه خپل هېواد ته ستنه شوه چې په ارګ ماڼۍ کې يې ولسمشر محمد اشرف غني، د هغه مېرمنې رولا غني او نورو چارواکو هرکلى وکړ.

XS
SM
MD
LG