د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

الاحمد: د امريکا په مشرۍ ائتلاف د سوريې له ملي حاکميته سرغړونه کړې


د سوريې يوه عالي رتبه چارواکي د امريکا تر مشرۍ لاندې پر ائتلاف انتقاد وکړ چې ګواکې د سوريې له ملي حاکميت يې سرغړونه کړې ده.

د سوريې د عدليې وزير د يکشنبې په ورځ په دمشق کې د امريکا په مشرۍ پر ائتلاف انتقاد وکړ.

ده دغه انتقاد د هغه سمپوزيم د پرانيستنې پر مهال وکړ چې د عدليې وزارت تر څنګ د اطلاعاتو او پوهنې وزارتونو په مرسته تنظيم شوى و.

د حقوقي چارو د څېړلو لپاره د دغه نړيوال ستراتيژيک سمپوزيم هدف په منځني ختيځ کې د امريکا، ترکيې او فرانسې پر رول تمرکز کول او د تروريزم په وړاندې د مبارزې او د بشري قوانينو د تطبيق په برخه کې د ملګرو ملتونو او امنيت شورا پر مسؤلت هم په کې بحث شامل و.

د سوريې د عدليې وزير نجيم الاحمد وويل:

"د تروريزم او د هغه د ټولو ملاتړکوونکو او مالي امکاناتو برابروونکو په وړاندې به له هېڅ راز قانوني مبارزې ډډه ونه کړو، د هغو هېوادونو او سازمانونو په وړاندې به هم قانوني اقدامات کوو چې د سوريې د خلکو د وينې تويولو مسؤل دي."

د سوريې حکومت په وار- وار ويلي ټول اړخونه چې په دغه هېواد کې د تروريزم په وړاندې په جګړه بوخت دي، بايد د سوريې حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوى وکړي.

د رويټرز اژانس په حواله، د امريکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف له ٢٠١٤میلادي کال راهيسې بې له دې چې د دمشق يا هم د ملګرو ملتونو سازمان اجازه ولري، په سوريه کې هوايي حملې کوي.

د امریکا په مشرۍ ائتلاف سوریه کې هوايي حملې کوي.
د امریکا په مشرۍ ائتلاف سوریه کې هوايي حملې کوي.

راپورونه وايي، د دغه ائتلاف په هوايي حملو کې د سوريې تر ٣٠٠ ډېر ملکيان هم وژل شوي او په دغه هېواد کې زېربناوو ته سخت زيان رسېدلى دى.

په سپټمبر مياشت کې د امريکا تر مشرۍ لاندې د ائتلاف جټ الوتکو ختيځ ښار دير الزور ته نږدې د سوريې پر پوځي سنګرونو بمباري وکړه او د سوريې په لسګونو دولتي سرتېري يې ووژل.

د امريکا مرکزي قوماندانۍ ويلي وو دا حمله په تېروتنې شوې ده، خو د سوريې پوځ پر دغه ائتلاف تور پورې کړ چې د داعش سخت دريځې ډلې ملاتړ کوي.

سمپوزيم ته د وينا پر مهال د سوريې د عدليې وزير وويل، د سوريې حکومت به له ټولو تروريستانو، د هغوى له ملاتړکوونکو او هغو کسانو سره چې د سوريې پر قلمرو يې يرغل کړى، حساب-کتاب کوي.

د سوريې کورنۍ جګړه په ٢٠١١میلادي کال کې پيل شوې چې تر اوسه يې په نتيجه کې لږ تر لږه دوه نيم لکه کسان وژل شوي او په مليونونو نور، د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG