د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

چارواکي: پر بګرام اډې حمله کوونکى پخوا د طالبانو غړى و


افغان چارواکي وايي، هغه ځان وژونکي بريدکوونکي چې بګرام هوايي اډه کې يې ځانمرګي بريد وکړ، د بګرام ولسوالۍ د لغماني کهنه کلي اوسېدونکى و چې پخوا د طالبانو غړى و.

دغه حمله د شنبې په ورځ وشوه چې په نتيجه کې يې څلور امريکايان ووژل شول او ١٨ نور بهرنيان ټپيان شول.

د امريکا دفاع وزارت وايي، په وژل شوېو کې دوه تنه امريکايي پوځيان او دوه نور امريکايي قرارداديان وو.

ويل شوي چې په ټپيانو کې ١٦تنه امريکايي کارګر او يو پولنډى سرتېرى شامل دی.

د پروان ولايت د بګرام ولسوال وايي، حمله کوونکى پخوا د طالبانو د ډلې غړى و چې اته کاله مخکې د سولې له پروسې سره يوځاى شوى و.

عبدالشکور قدوسي ازادي راډيو ته وويل، دوى نه پوهېږي چې حمله کوونکي به له وسله‎والو طالبانو سره اړيکې درلودې که څنکه؟

دی وايي:

"حمله کوونکى له درېيو-څلورو کلونو هلته د عادي کارګر په توګه له خپل پلار او د اکا له زوى سره په کار بوخت و. مخکې د سولې له پروسې سره يوځاى شوى و، وروسته يې د کوريايانو د تعليمي مرکز په مرسته د ترکاڼۍ او کمپيوټر زده‎کړه وکړه بيا دلته شامل شو."

د بګرام ولسوال وايي، حمله کوونکى نائت نومېږي او د عبدالظهور زوى دى.

باګرام هوايي اډه
باګرام هوايي اډه

پر بګرام هوايي اډې چې د کابل په شمال کې پرته ده، د بريد مسؤليت وسله‎والو طالبانو منلى دى.

د بګرام ولسوالۍ چارواکي وايي، د حمله کوونکي له پلاره دا مهال څېړنې روانې دي.

د پروان د والي وياند وحيد صديقي ويلي چې حمله کوونکى د افغان کارګرو په کتار توانېدلى و دغې اډې ته منفجره مواد له ځان سره دننه يوسي او هلته چاودنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د بلخ ولايت مرکز مزارشريف کې د جرمني پر قونسلګرۍ حمله وشوه او په کابل کې د امريکا سفارت پرون د لنډ مهال لپاره د احتياط په خاطر وتړل شو.

XS
SM
MD
LG