د لاسرسي لېنکونه

چارواکي وایي، هغه انتحاري حمله کوونکی چې د بګرام په هوایي ډګر کې یې څلور امریکایان ووژل د طالبانو یو پخوانی غړی و چې دغلته‌یې کار کاوه.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي وایي، انتحاري حمله کوونکی قاری عنایت‌الله نومېده او د دغې ولسوالۍ د لغماني سیمې اوسېدونکی و چې په ۲۰۰۸ میلادی کال کې د سولې له بهیر سره یوځای شوی و.

پنټاګون تر دې وړاندې د څلورو امریکایانو د وژل کېدو او د ۱۶ نورو د ټپي کېدو خبر تائید کړی و.

د بګرام په هوایي ډګر کې دا حمله د شنبې په ورځ شوې وه.

XS
SM
MD
LG