د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

د محارمو کور ته تګ نه د مېرمنو منع کول جواز لري؟


نننۍ خپرونه مو د خسرګنۍ لخوا د مېرمنو اجباري انزوا یا پلار او نورو خپلوانو کره نه پریښودلو په خاطر بحث ته ځانګړې کړې ده.

له بده مرغه په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي امار د هر کال په تېرېدلو سره لوړېږي.

افغانستان یوه دودیزه ټولنه ده په ډېری مواردو کې خلک رایجو دودونو، رواجونو او عرف ته اهمیت ورکوي.

په لېرو پرتو سیمو کې خلک تر نافذه قوانینو دود او دستور ته ډېر اهمیت ورکوي او د هغو درناوی کوي، په دغو دودونو کې ګڼ داسې هم شته چې له شریعت او قوانینو سره اړخ نه لګوي او په ټکر کې دي په تېرو څوارلسو کلونو کې په کار وه چې دغسې ناوړه دودونو په پېژندلو کې اړوندو ادارو لازم کارونه کړي وای خو له بده مرغه داسې ونه شول اوس هم په بدو کې ورکول، په کم عمر کې ودول او داسې نور ګڼ دودونه شته چې په افغانستان کې له نافذه قوانینو سره په ټکر کې دي خو خلک یې مني او په رعایتولو یې ځان مکلف بولي.

په دغو ناسمو دودونو کې یو هم د خپلو محارمو له کورونو څخه د ښځو محرومول دي، دا ناسم دود په مختلفو سیمو کې په بېلابېلو بڼو راڅرګندېږي یو شکل یې چې په ځینو لرو پرتو سیمو کې رایج دی هغه داسې دی چې ښځه له واده وروسته تر هغو چې اولاد یې نه وي پیدا شوی نشي کولای د پلار کور ته ولاړه شي او یا په ځینو مواردو کې هغه ښځې چې په بدو کې واده شوي ټول عمر نشي کولای د پلار کور ته ولاړه شي، همداسې د درس، تعلیم او له کوره د بهر کار کولو په برخه کې هم د کورنۍ د مشرانو له خوا د کورنۍ د ښځینه غړو مخه نیول کېږي دا ډول مخنیوی د شریعت او قوانینو له اړخه څنګه دی؟

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:11 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG