د لاسرسي لېنکونه

د مالدووا د جمهوري ریاست کاندید اېګور دودان ادعا کوي چې انتخابات‌یې ګټلي دي.

هغه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، ویلی شم چې موږ انتخابات وګټل او د ټولې مالدووا لپاره به ولسمشر واوسم هم د هغو خلکو لپاره چې له اروپايي ټولنې سره د یوځای کېدو لېوالتیا لري او هم له هغو سره چې د روسیې ملګرتیا پالي.

د مالدووا د انتخاباتو کمېسیون ویلي ۹۸ فیصده رأیه‌یې شمېرله چې په‌کې روس پلوی اېګور دودان څه باندې ۵۳ سلنه رأیې ګټلي دي.

د هغه په وړاندې په دې انتخاباتو کې چې دوهم دور ته غځېدلی و او د شنبې په ورځ وشول د اروپايي ټولنې پلوي مېرمن ساندو ولاړه وه خو پرون‌یې د انتخاباتو کمېسیون په چارواکو غږ وکړ چې استعفا دې ورکړي ځکه چې انتخابات‌یې ډېر کمزوري پلان کړي و.

XS
SM
MD
LG