د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

سرخط: ولسمشر د کوم فشار له مخې له خپل دریځه په شا شو؟


کابل چاپ ورځپاڼو نن هم د افغانستان د ولسي جرګې له‎خوا د وزیرانو د استيضاح او له هغوی څخه د باور د رایې د اخېستنې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپلې نننۍ سرمقاله کې لیکلي، په داسې حال کې چې د حکومت په تېره بیا د ولسمشر ډېره تلوسه وه چې د بروکسل تر کنفرانس وروسته به ډېر ژر په کابینه کې بدلون راولي او د دې لپاره خپله دولتي کړۍ تر ډېره په تبلیغاتي کمپاینونو بوختې وې خو اوس ولسمشرغني غواړي چې د وزیرانو د استيضاح بهیر وځندېږي.

د مقالې لیکوال لیکلي، ولسمشرغني چې د ولسي جرګې له اداري پلاوي سره کتلي په زغرده یې ورته ویلي چې د وزیرانو د استيضاح خبره وځنډوي، ځکه دا حساس وخت دی او ملي مصلحت همدا ایجابوي.

خو د سرمقالې لیکوال پوښتنه مطرح کړې چې حساس وخت ولې دی؟

د ده په باور ښايي د حساس وخت معنی دا وي چې د امریکا انتخابات نوي ترسره شوي او تر دوو میاشتو پورې باید ادارې له جنجال سره مخ نه‎شي او یو څه فعالیتونه وښودل شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د موضوع په تړاو لیکلي چې وزیران ښايي تر ډېره ګرم نه‎وي، ځکه په وزارتونو کې مافیايي کړۍ او فساد هغه څه دي چې د بودجې د نه لګښت لامل شوي دي.

هېواد لیکلي، په دې اړه حکومت له ولسي جرګې سره تقابل نه غواړي او هیله ده چې دواړه ارګانونه په دې اړه د حل لاره ولټوي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، ولسمشرغني چې تر ټولو دمخه یې کور ته د بې کاره وزیرانو د لېږلو شعار په خوله و، د پرېکړې پر وخت د خپل دریځ زاویه ۱۸۰ درجې کږه کړه.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، د سړي زړه ته نه‎شي لوېدای چې د کوم مصلحت له مخې د غني په څېر فعال، پر مدیریت برلاسی او جدي ولسمشردې د بې کاره یا ناکامو وزیرانو پر ننګه او ملاتړ ځان اړ وګوري؟

سرخط په تینګار سره دا پوښتنه مطرح کړې چې ولسمشر د کوم فشار له مخې له خپل دې دریځ په شا شو؟

XS
SM
MD
LG