د لاسرسي لېنکونه

logo-print

د میدان وردګو ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د وروستیو نا امنیو او جګړو د ډېرېدو له کبله د خلکو ژوند ستونزمن شوی او نا امنیو په یاد ولایت کې د ډېریو پرمختیايي پروژو د پلي کېدو مخه نیولې ده.

دوی ادعا کوي، د وسله‎والو له لوري جګړې ان ځینې وختونه د میدان وردګو مرکز ته رسېږي، عامې لارې خوندي نه‎دي او د پوهنې بهیر زیانمن شوی دی.

بل لوري ته د یاد ولایت چارواکي وايي چې د وسله‎والو وروستیو بریدونو او تحرکاتو مخه نیول شوې او اوس‎مهال د میدان وردګو ولایت امنیتي حالت د ښه‌والي لوري ته روان دی.

د میدان وردګو درې تنه اوسېدونکي د یاد ولایت د امنیتي مسئلو په باب خپلې اندېښنې ازادي راډیو ته داسې وړاندې کوي:

"کله نا کله داسې موارد شته چې جنګ د ولایت تر مقامه رارسېږي، د ولایت تر مرکزه پورې رسېږي، که له حقیقته سترګې پټې نه‎کړو، د ولسوالیو یوازې ودانۍ د حکومت سره دي، په لارو کې مشکلات شته او په ولسوالیو کې جنګونه دي."

"د وردګو ولایت په وګړو باندې جنګ ډېر منفي تأثیر کړی، له تعلیمه لېرې پاتې دي، پرمختیايي پروژې په ‎دې ولایت کې درېدلي دي، هېڅ پرمختیايي پروژه په‌کې نه‎پلي کېږي، نو د دې په خاطر خلک له دولت څخه ډېر مأیوسه دي."

"په ولسوالیو کې ان په ټولو ولسوالیو کې جنګ شته، میدان وردګ خو اصلاً په ناامنو ولایتونو کې حسابېږي، زموږ نظر دا دی چې په جنګونو دا مسائل نه‌حلېږي، تر هغه چې سوله رانه‌شي."

میدان وردګ ولایت چې د کابل دروازه بلل کېږي، د افغانستان ډېرېو ولایتونو ته تګ او راتګ د همدې ولایت په لاره کېږي او امنیت‌يې په پلازمېنه کابل نېغ په نېغه اغېز لري.

د میدان وردکو ولایت مقام

د میدان وردکو ولایت مقام

د تندر قول اردو د څلورمې لواء قوماندان جنرال رازق صافی په میدان وردګو کې ناامنۍ او جګړې مني او زیاتوي وسله‎والو په‎ دې وروستیو کې هڅه وکړه چې د جلرېز، جغتو ولسوالۍ او دای میرداد سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو افغان ځواکونو په شا وتمبول او په خپلو موخو کې بریالي نه‎شول.

جنرال رازق صافی زیاتوي:

"زه دا نه‌ردوم چې مخالفین نه‌شته، مخالفین هم شته دي، ولې امنیتي ځواکونه هم ډېر کوښښ کوي، موږ مخکې هم په‎ دې ځای کې څو عملیاته درلودل، په جلرېز ولسوالۍ کې مو عملیات وکړل، څو ورځې وړاندې مخالفینو هڅه وکړه چې جغتو ولسوالۍ ونیسي، هلته هم دوی ډېر تلفات ولیدل او تصرف‌يې نه‎شوی کړی، په دای میرداد کې دوی ډېر تلاش وکړو، خو دوی نه‎دي توانېدلي چې زموږ ان یوه پوسته هم ونیسي."

د میدان وردګو والي ځونډي ګل زماني وايي، وسله‎والو پلان درلود چې د میدان وردګو د ولایت په ساحه کې د کابل-کندهار لویه لاره وتړي او میدان وردګو ولایت ته د پوځي فشار په واسطه سقوط ورکړي، خو د دوی پلان شنډ شو او وسله‎وال د ډېرو مالي او ځاني زیانونو متحمل شول.

د میدان وردګو والي وویل:

"په‎ دې وروستیو ورځو کې طالبانو ډېر ستر پلان جوړ کړ، څو د کابل-کندهار لویه لاره د میدان وردګو په حدودو کې وتړي، میدان ښار باندې حمله وکړي او دې ولایت ته سقوط ورکړي، خو الحمدالله زموږ امنیتي ځواکونو د دوی دغه پلان په نطفه کې خنثی کړ، وسله‎والو په‎ دې جنګ خورا زیاته ماتې وخوړه، دا داسې ماتې وه چې د دوی تلفات خورا زیات وو، خو زموږ تلفات ډېر کم وو."

د میدان وردګو والي ځونډي ګل زماني زیاتوي، په‎ دې وروستیو ورځو کې په یاد ولایت کې امنیتي حالت د ښه‌والي لوري ته تللی او هلته افغان ځواکونو په خپلو پوځي عملیاتو کې د خلکو د ژوند خوندیتوب ته پوره پاملرنه کړې ده.

ده وویل، د ژمي په یخنیو کې د وسله‎والو مخالفینو تحرکات کمېږي او دوی به په‎ دې موده کې کلیوالو ته داسې روحیه ورکړي چې پرېنږدي، څو وسله‎وال د دوی له کورونو پر افغان ځواکونو او یا روانو پرمختیايي پروژو بریدونه وکړي، البته که په کوم ځای کې وسله‎وال مقاومت ته دوام ورکوي، نو د افغان ځواکونو د ځوابي عمل سره به مخامخ کېږي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG