د لاسرسي لېنکونه

logo-print

د نوي زیلانډ صدراعظم جان کي وايي چې په دې هېواد کې پرونۍ سختې زلزلې لږ تر لږه دوه کسان وژلي دي.

د نوي زیلانډ په جنوبي ټاپو کې تېره شپه د رېښتر په مقیاس ۷،۸ زلزله وشوه چې له کبله‌یې د سمندر څپې دوه متره لوړې او توفاني شوې او خلکو د سونامي له وېرې لوړو سیمو ته مخه کړه.

د دې زلزلې په نتیجه کې د نوي زیلانډ د جنوبي ټاپو په ختیځو ساحلي سیمو کې برېښنا قطع او سړکونه بند شول او په پلازمېنه ویلینګټن کې دولتي ادارې رخصت شوې.

XS
SM
MD
LG