د لاسرسي لېنکونه

د روسیې پارلمان د مشرانو جرګې یوه پلاوي ایران ته خپل دوه ورځنی سفر پرون پیل کړ.

د دې پلاوي مشري د روسیې د فدراسیون شورا مشره والنتینا ماتوي یینکو «Valentina Matviyenko» کوي.

پلاوي تهران ته له رسېدو سره سم د ایران پارلمان د مشر علي لارېجاني په ګډون له ایراني سیاستوالو سره د لیدنو کتنو لړۍ پیل کړه.

مېرمن ماتوي یینکو په تهران کې خبریالانو ته وویل، مسکو په سوریه کې چې روسي او ایراني ځواکونه د ولسمشر بشارالاسد په پلوي د منځ‎لارو او افراطي ډلو پر ضد جګړه کې ښکېل دي، د ایران همکاري ستایي.

دې زیاته کړه چې مسکو او تهران د ګڼ شمېر نړیوالو او سیمه‌ییزو مسائلو په برخه کې ګډ دريځ لري.

تمه ده چې د روسیې پلاوی به له ایراني چارواکو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا، سیمه‌ییزو همکاریو او د هغو دوه اړخیزو موافقو د عملي کولو پر لارو چارو بحث وکړي چې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو په اګست میاشت کې لاسلیک کړې.

XS
SM
MD
LG