د لاسرسي لېنکونه

د کورنیو چارو وزارت وايي، ملګري ملتونه غواړي د افغان حکومت پر هغو وسله‎والو مخالفینو بندیزونه ولګول شي چې جګړې ته دوام ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي، د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې مشر پرون د کورنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې وویل چې د بندیزونو په لېست کې باید د هغو وسله‎والو مخالفینو نومونه شامل شي چې تر اوسه‌یې هم د سولې په اړه هېڅ فکر نه‎دی کړی او لا هم ترورېستي حملو ته دوام ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼې په دې اړه چې ملګري ملتونه د دې بندېزونو غوښتنه د ترورېستي ډلو پر غړو کوي که پر مشرانو جزئیات نه‎دي ورکړي او دا یې هم نه‎دي ویلي چې دا بندېزونه به څوک او څنګه لګوي.

XS
SM
MD
LG