د لاسرسي لېنکونه

د عراق پوځ وايي، له داعش ډلې يې د اشور ښار په شمال کې لرغونى ښارګوټى نمرود نيولى دى.

د عراق پوځ په يوه اعلاميه کې نن وويل، د پوځ نهمې فرقې نمرود ښارګوټى یې په بشپړ ډول ازاد کړى، وروسته له هغې چې دښمن ته درانه تلفات واوښتل زموږ پوځيانو پر ودانيو د عراق بيرغ ځوړند کړ.

نمرود ښارګوتى چې تر ميلادي مخکې په ديارلسمې پېړۍ پورې اړه لري، د اشوري امپراطورۍ د مرکز په توګه اعلان شوى و.

داعش ډلې دغه لرغونى ښارګوټى دوه کاله مخکې نيولى و.

په هغه ويډيو کې چې په انټرنټ کې خپره شوې د دې ډلې جنګيالي ښکاري چې تاريخي اثار له منځه وړي وروسته د ساحې په شا و خوا کې بمي چاودنې کوي.

نمرود د ستر ښار موصل د جنوب ختيځ په ٣٠ کيلومترۍ کې پروت دى.

د عراق دولتي ځواکونه هڅه کوي چې موصل له داعش جنګيالي ونيسي.

XS
SM
MD
LG