د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه هم ځینو ادارو، د ښځو، سولې او امنیت اړوند، د «ملي عمل پلان» نه‌دی چمتو کړی.

د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو او ښځو د نړیوالو اړیکو رئیسه وايي، د ښځو، سولې او امنیت په اړه د عمل ملي پلان پلي کول، د بروکسل په غونډه کې، د افغان حکومت له ژمنو څخه دی، خو ځینو ادارو تر اوسه هم دغه پلان، په خپلو سکټوري پالېسیو کې نه‌دی ځای کړی.

خجستې فنا ابراهیم‌خېل د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ملي عمل پلان د څار او پلي کولو د همغږۍ په درې ورځني ورکشاپ کې هیله څرګنده کړه چې دولتي ادارې له دغه ورکشاپ څخه، د خپلو پلانونو په جوړولو کې، ګټه واخلي.

نوموړي زیاته کړه:

"ارزونې ښيي چې اوس هم ځینو ادارو خپل تطبیقي پلانونه چمتو کړي نه‌دي او د عملي پلان فعالیتونه، د ادارو په سکتوري پالېسیو کې ځای شوي نه‌دي، هیله‌مند یو چې د پلي کوونکو ادارو استازي په درېیو ورځو کې وتوانېږي، له دغه ورکشاپ څخه د خپلو تطبیقي پلانونو لپاره، مناسبه ګټه واخلي."

مېرمن ابراهیم‌خېل وايي، د ملي عمل پلان پلي کول بودجې ته اړتیا لري او د مالیې وزارت دغه بودجه وروستۍ کړې او د بیا کتنې لپاره‌یې اړوندو ادارو او نړیوالې ټولنې ته استولې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ارزونې ښيي چې دا پروګرام تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې په دوو برخو کې پلی کېږي چې لومړۍ برخه‌یې تر ۲۰۱۹ میلادي کال پورې ۵۱ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

د ښځو، سولې او امنیت اړوند د ملي عمل پلان، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه له هغو پرېکړو څخه ده چې په ۲۰۰۰ میلادي کال کې تصویب او کال وروسته افغانستان ژمن شو چې پلی یې کړي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ښځو چارو مسؤل سید صادق د ښځو په برخه کې د افغان حکومت لاسته راوړنې ستایي او وايي چې د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه اوس هم کمه ده.

نوموړي زیاته کړه:

"د زیاتو لاسته راوړنو سربېره، په خواشینۍ سره چې د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه اوس هم کمرنګه ده، د ملګرو ملتونو سازمان په استازیتوب، له افغان حکومت، اړوندو وزارتونو او ادارو سره، د ملي او نړیوالو ژمنو په پوره کېدو او په افغانستان کې د جنسیتي برابریو په لاره کې د ملاتړ ژمنه کوم."

په دې مناسبت په جوړې غونډه کې په افغانستان کې د فنلنډ سفیر وویل، په عدلي، امنیتي او نورو کلیدي ارګانونو کې د مجربو ښځو ګمارل کولای شي، جنسیتي تبعیض کم کړي.

ده دا هم وویل چې په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ یوازي د نارینه په ذریعه ممکن نه‌دی، بلکې ښځې هم باید په‌کې ونډه واخلي څو هېواد له اوسنیو ستونزو وژغوري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG