د مشرانو جرګې د اداري پلاوي ځیني غړي وايي، د سرپرستانو له لوري د دولتي ادارو اداره کول د حکومتوالۍ پر وړاندې لویې ستونزې پیدا کولای شي.
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال حسیبالله کلیمزی وايي، د سرپرستانو له لوري د وزارتونو او یا نورو دولتي ادارو اداره کول د پراختیايي چارو د خنډ تر څنګ حکومتوالي هم له ننګونو سره مخ کړې ده.
ښاغلي کلیمزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې ولسمشر او اجرائیه رئیس باید د وخت له ضایع کولو پرته د سرپرستۍ ستونزه چې مخ پر زیاتېدو هم ده د حل په برخه کې لازم اقدامات وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"د ملي شورا همدغه غوښتنه ده چې د سرپرستانو له لوري د وزارتونو اداره کول هم په پراختیايي برخه کې او هم په عادي حکومتوالۍ کې لویې ستونزې پېښوي، دواړه مشران باید په اتفاق او اتحاد سره په ډېر کم وخت کې نوي اشخاص وټاکي څو دوی د قانون په رڼا کې په پوره جرأت خپل کارونه مخ ته یوسي."
ښاغلی کلیمزی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې ولسي جرګې هم پنځه وزیران د پراختیايي بودجې د لږ مصرف له کبله سلب صلاحیت کړل، د کانونو او پټرولیم او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونه خو لا له وړاندې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي او اطلاعاتو او فرهنګ وزیر استعفا ورکړې، خو ارګ ماڼۍ یې په اړه څه نهدي ویلي.
د ارګ ماڼۍ بیا وايي چې دوی د هغه دولتي ادارو د ستونزو د حل په اړه چې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي سلا مشورې پیل کړي دي او ژر به وړ کسان ورمعرفي کړي.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي زیاته کړه:
"حکومت له وړاندې د هغه وزارتونو او یا دولتي ادارو چې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي سلا مشورې پیل کړي چې د دغو ادارو لپاره وړ کسان معرفي کړي."
سیاسي کارپوه ودیر صافی وايي، د سرپرستۍ دوام د نورو ستونزو ترڅنګ پر دولت د خلکو باور ته هم جدي زیان رسولی دی.
د ښاغلي صافي په خبره د ملي یووالي حکومت په جوړېدو د سرپرستۍ ستونزه شته، خو که حکومت د هغه وزیرانو پر ځای چې د ولسي جرګې له لوري تازه رد کېږي له ځنډ پرته اقدامات ونهکړي د دولت په مقابل کې به د خلکو بېباور نوره هم زیاته شي.
راپور: محمد حدیث پردېس