د لاسرسي لېنکونه

د بشري حقونو د څار ټولنه وايي د عراق په شمال کې د کردانو د محلي حکومت امنيتي ځواکونو د عربانو ګڼ کورونه نړولي دي.

د دې ټولنې په حواله دغو ځواکونو په ځينو مواردو کې له داعش څخه د نيول شويو سيمو ځينې کلي په بشپړه توګه ويجاړ کړي دي.

په هغه راپور کې چې نن په نيويارک کې دېره، دغې ټولنې خپور کړى راغلي چې د ٢٠١٤میلادي کال له سپټمبر مياشتې نيولې د ٢٠١٦میلادي کال تر مې مياشتې پورې کرد ځواکونو د داعش جنګياليو په وړاندې پرمختګونه کړي او د کرکوک او نينوا په لانجمنو سيمو کې يې د عربانو کورونه نړولي، خو د کردانو کورونه روغ پاتې دي.

د بشري حقونو د څار ټولنه وايي تېره مياشت يې هم د نورو کورونو د نړېدو په اړه اسناد او شواهد راټول کړي دي.

دغه کورونه په هغو لانجمنو سيمو کې نړول شوي چې کردان يې په خپلې خودمختارې سيمې پورې يوځاى کول غواړي، خو بغداد ورباندې انتقاد لري.

XS
SM
MD
LG