د لاسرسي لېنکونه

په بلغاريا کې د جمهوري رياست د انتخاباتو په دوهم پړاو کې رأيه اچونه پيل شوې ده.

په دغه هېواد کې خلک په دوو کانديدانو کې يو، د خپل هېواد د ولسمشر په توګه ټاکي.

رُمين راديف «Rumen Radev» سوسياليست کانديد او د روسيې پلوى دى چې د پارلمان له رئيسې څيڅکا څاشيوا سره مخامخ دى.

رُديف د بلغاريا د هوايي قوا پخوانى قوماندان و چې تازه‌يې سياست ته مخه کړې ده.

هغه د انتخاباتي مبارزو پر مهال د کډوالو او پناه غوښتونکو پر ضد کمپاين کړى دى.

په نظر پوښتنو کې رُديف د څاشيوا په پرتله مخکښ ښوول شوى دى.

د بلغاريا ښي اړخي منځلاري ګوند د څيڅکا څاشيوا ملاتړ کوي.

د پلازمېنې صوفيه يوه اوسېدونکي د انتخاباتو په درشل کې وويل، له اروپا سره د خپل هېواد نېږدې کېدل غواړي.

دی وايي:

"موږ غواړو اروپا انتخاب کړو، دا غوره او بهترين انتخاب دى، نه روسيه."

په بلغاريا کې د رأيو مرکزونه نن سهار پرانيستل شول او د راجسټر شويو رأیو ورکوونکو شمېر ٦ اعشاريه اته میليونه ښوول شوى دى.

تمه کېږي د دغو انتخاباتو لومړني نتايج نن ناوخته اعلان شي.

رُديف د انتخاباتو په لومړي پړاو کې چې تېره يکشنبه وشول، ٢۵ اعشايه پنځه فيصده رأيې ګټلې وې.

XS
SM
MD
LG