د لاسرسي لېنکونه

په افغانستان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې عالي اداره وايي د ماینونو او نا چاودونکو توکو له کبله اوښتو تلفاتو اندېښمنه کړې ده.

د دغې ادارې مسؤلین همدا راز اندېښنه ښیي چې د ماین او ناچاودونکو توکو د لمنځه وړلو په برخه کې له جدي مالي ستونزو سره مخامخ ده.

د دغې ادارې مسؤل محمد اسلم سیاس نن په دې اړه جوړه شوې غوڼده کې وویل:

"د افغانستان د ماین پاکۍ عملیاتي پروګرام له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۳ کاله پورې د مالي سرچینو له شدید کمښت سره مخامخ دی."

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما هم دغه ستونزه جدي ګڼي او پر نړیوالو مرسته کوونکو غږ کوي چې په دې برخه کې له افغانستان سره خپلې همکاري زیاته کړي.

XS
SM
MD
LG