د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان په شمال زون کې ۸۰۸ سپین زر زون چارواکي وايي چې په چهاردرې ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتو کې ۳ طالبان وژل شوي او ۸ تپيان دي.

د دغه زون ویاند محفوظ‌الله اکبري نن ازاډي راډیو ته وویل چې عملیات د ملي اردو د کومانډو ځواکونو له‌خوا تېره شپه د کولابي قشلاق په سیمه کې شوي دي.

ښاغلی اکبري زیاتوي چې یو شمېر کسان له وسله‌والو سره د همکارۍ په تور نیول شوي، خو کره شمېره‌یې په ډاګه نه‌کړه.

تر اوسه وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG