د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

سیاس: د ماین او ناچاودو توکو له امله ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې


په افغانستان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې عالي اداره وايي، په هېواد کې د ماینونو او ناچاودو توکو له کبله د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

یاده اداره وايي، له تېرو اتو میاشتو راهیسې هره میاشت په منځنۍ کچه ۱۴۲ ملکي وګړي د ماینونو او ناچاودو توکو له کبله وژل کېږي.

د دغې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ماین پاکۍ د پروګرام د بیا کتنې په غونډه کې اندېښنه وښوده چې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنې له کبله د ملکي وګړو مرګ ژوبله د تېرو کلونو په پرتله زیاته شوې ده.

ښاغلي سیاس همداراز وویل چې دوی د ماین پاکۍ او ناچاودو توکو د له‌منځه وړلو په برخه کې له جدي مالي ستونزو سره هم مخامخ دي.

سیاس: ناچاودو توکو د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته کړې.
سیاس: ناچاودو توکو د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته کړې.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د ماین پاکۍ عملیاتي پروګرام له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۳ کاله پورې د مالي سرچینو له شدید کمښت سره مخامخ دی."

د پېښو پر وړاندې د مبارزې عالي اداره همداراز نا امني د ماین پاکۍ او نا چاودو توکو د له‌منځه وړلو په برخه کې جدي ستونزه بولي.

د ښاغلي سیاس په خبره د ۲۰۱۰ کاله تر دې دمه د ماین پاکۍ ۲۱۷ کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سیاس: د ۲۰۱۰ تر دې دمه ۲۱۷ ماین پاکانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
سیاس: د ۲۰۱۰ تر دې دمه ۲۱۷ ماین پاکانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د مسؤلینو د معلوماتو له مخې د بېلابېلو سازمانونو له هڅو سره سره لاهم د افغانستان په ۲۵۹ ولسوالیو کې ۷۲۷ کېلو متره مربع ځمکه په ماینونو او نا چاودو توکو پوښلې ده.

که څه هم د ماینونو او نا چاودو توکو په اړه عامه پوهاوي ته د پوهنې وزارت په تعلیمي نصاب کې ځای ورکړل شوی، خو د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د دغه ګواښ په اړه د خلکو کم پوهاوی جدي ستونزه بلل کېږي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما هم په افغانستان کې د ماین او ناچاودو توکو موجودیت د اندېښنې وړ بولي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارک پاودن د ماین پاکۍ د پروګرام د بیا کتنې د غونډې په څنډه کې له ازادي راډیو سره په خبرو کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د دغه خطر د له‌منځه وړلو لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"که څه هم نړیوالې ټولنې او ډونرانو په دې برخه کې مرسته کړې، خو هغه څه چې زه غواړم نن‌‎یې ووایم هغه دا موضوع ده لکه څنګه چې دغه کار مشکل دی باید ضرورت ته په کتو پرې ډېره پانګونه وشي."

په افغانستان کې د ماین پاکۍ د پرواګرم د بیا کتنې غونډې ته د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په استول شوي پیغام کې هم ټینګار شوی وو چې ټول اړونده بنسټونه باید د ماین او ناچاودو توکو د له‌منځه وړولو په برخه کې خپلې چارې همغږې او ګړندۍ کړي.

ماینونو او ناچاودو توکو ګڼ افغانان معیوب کړي.
ماینونو او ناچاودو توکو ګڼ افغانان معیوب کړي.

د رسمي شمېرو له مخې افغانستان په نړۍ کې څلورم هېواد دی چې د ماین او ناچاودو توکو له ګواښ سره مخامخ دی.

راپور: محمد حدیث پردېس

سیاس: د ماین او ناچاودو توکو له امله ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00

XS
SM
MD
LG