د لاسرسي لېنکونه

د کولمبیا حکومت او فارک یاغیانو د سولې تړون له تغییره وروسته لاسلیک کړ.

دوی وروسته له دې د سولې په موافقه کې بدلون راوست چې خلکو په نظرپوښتنه کې د حکومت او یاغیانو د سولې معامله رد کړه.

د سولې په نوي تړون کې چې حکومت او د فارک یاغیانو مشر پرون شنبې په کیوبا کې لاسلیک کړ، د کولمبیا د ۵۰ کلنې جګړې د پای ته رسېدو هدف په پام کې ده چې دوه لکه ۲۰ زره تنه په‌کې وژل شوي دي.

د کولمبیا ولسمشر خوانا سانتیوس او د فارک یا د کولمبیا د وسله‌وال انقلابي ځواک تر منځ د سولې موافقه له کلونو خبرو وروسته لومړی پلا د سپټمبر په شپږویشتمه لاسلیک شوه او په نړۍ کې زیاته وستایل شوه.

د دې موافقې له کبله د کولمبیا ولسمشر د نوبل د سولې جایزه وګټله.

خو د سږ کال د اکټوبر په دوهمه د کولمبیا خلکو په ټولپوښتنه کې رد کړه.

XS
SM
MD
LG