د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

د افغانستان اړوند مسایلو په اړه د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د کابل په شمال کې د امریکايي پوځیانو پر یوې مهمې اډې د طالبانو د برید په اړه لیکنه کړې.

ورځپاڼه لیکي یو ځان وژونکي د باګرام په پوځي اډه کې چاودنه کړې چې څلور کسان یې وژلي او څوارلس نور یې ټپیان کړي دي.

ورځپاڼه وايي، تر اوسه روښانه نه ده چې برید کونکی څنګه وتوانېده د باګرام د پوځي اډې چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو خوندي او په سختو امنیتي تدابیرو کې ساتل کېدونکې اډه ده له دروازې تېر شي.

ورځپاڼې د ناټو یوه خبرپاڼه خپره کړې چې په کې په افغانستان کې د ناټو د قوماندان جنرال جان نیکلسن د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې.

وسله والو طالبانو د دې برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

والسټریټ ژورنال لیکلي بریدګر د کارګرو په جامه کې دې پوځي اډې ته چې زرګونه قراردادیان په کې کار کوي ننوتی و.

ورځپاڼه وايي، دا لومړی ځل نه دی چې په باګرام کې د امریکا پر پوځي اډه برید کېږي.

تر دې مخکې تېر کال د ډیسمبر په میاشت کې هم پر دې پوځي اډه انتحاري برید وشو چې شپږ تنه امریکايي سرتېري یې ووژل.

د تېر کال په جون میاشت کې هم په باګرام هوايي اډه کې د یو توغندي لګېدو یوه مېرمن وژلې وه.

ورځپاڼه تر دې دوه ورځې مخکې په مزار شریف کې د جرمني پر قونسلګرۍ برید ته هم اشاره کوي او وايي، د طالبانو په دې برید کې هم اووه تنه وژل شوي او تر سلو زیات نور ټپیان شوي وو.

هندو:

له هندوستان څخه خپریدونکې هندو ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د ولسي جرګې له خوا د بهرنیو چارو د وزیر په شمول د درې وزیرانو ته د بې باورۍ د رایو په ورکولو لیکنه کړې.

د هندو ورځپاڼه وايي، په افغانستان کې هغو وزیرانو ته چې خپله پراختیايي بودجه یې پوره نه ده لګولې په داسې حال کې د بې باورۍ رایې ورکول کېږي چې په ټول افغانستان کې وسله والې ډلې په یو جدي خطر بدلې شوې دي.

ورځپاڼه وايي، دا داسې یو څه دي چې کولی شي د ملي یووالي په حکومت کې چې د ورځپاڼې په وینا د رامنځ ته کېدو له ورځې له داخلي اختلافاتو سره مخ دی دا اختلافات نور هم زیات کړي.

د ورځپاڼې په وینا د امریکا په منځګړیتوب رامنځ ته شوي د ملي یووالي اوسني حکومت باید د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات کړي وای او همدارنګه یې د اساسي قانون لویه جرګه جوړه کړی وای چې تر اوسه د دې کارونو په ترسره کولو نه دي توانېدلي.

XS
SM
MD
LG