د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

مظاهره کوونکي: ډونالډ ټرمپ زموږ ولسمشر نه‌دی


د امریکا د منتخب ولسمشر پر ضد پرون هم په بېلابېلو ایالتونو کې خلکو لاریونونه وکړل.

منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل کمپاین کې د پناه غوښتونکو، مسلمانانو او نورو ډلو پر سر د سختیو د وضعه کولو خبره کړې وه چې اوس‌یې د هغو خبرو په اړه وېره او اندېښنه ورځ تر بلې په زیاتېدو ده.

پرون بیا هم زرګونه کسان په شیکاګو، نیویارک او لاس انجلس کې سړکونو ته ووتل او د ډونالډ ټرمپ د بریالي کېدو پر ضد یې اعتراض وکړ.

په شیکاګو کې لاریون کوونکو ویل چې کرکه او وېره نه‌غواړي او له کډوالو هرکلی کوي.

د نیویارک په منهاتن کې شاوخوا دوه زره کسان ټول شوي و او د ترمپ ټاور په لور روان و.

هغوی په خپلو شعارونو کې ویل چې "ټرمپ ردوو او نه‌یي غواړو."

"ډونالډ ټرمپ دې په خپله مخه لاړ شي، موږ منتخب ولسمشر ردوو."

ټرمپ چې په لومړي سر کې يې د لاریون کوونکو په اړه په غبرګون کې په هغوی نیوکه کړې وه او ویلي یې و چې: "دا حرفه‌يي کسان د مطبوعاتو له لارې پارول شوي."

بېرته خپلې خبرې واخیستې او هغوی یې وستایل.

که څه هم دا لاریونونه سوله‌ییز و خو په لاس انجلس کې له درېیو زرو کسانو نه چې د پولیسو په خبرداریو سره سره خواره نه‌شول ۲۰۰ کسان ونیول شول.

د ډونالډ ټرمپ ځینو مخالفینو بیا د لاسلیکونو په ټولولو پیل کړی او له انتخاباتي کالجه غواړي چې هېلري کلېنټن دې ولسمشره اعلان کړي.

هغوی دلیل وړاندې کوي چې مېرمن کلېنټن ته خلکو د ټرمپ په نسبت ډېرې رأیې ورکړي او ټرمپ د کالجونو په حساب ګټلې ده.

د امریکا د ټولو ایالتونو د انتخاباتي رأیو حساب په کالجونو یا د حوزو په حساب شوی چې د ولسمشرۍ د څوکۍ د بریا لپاره باید یو کاندید لږ تر لږه ۲۷۰ حوزې وګټي.

پخوا په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالي کاندید د کالجونو تر څنګ د خلکو عمومي رأیې هم ګټلې خو دا ځل ټرمپ یوازې په کالجونو کې وګټله او د عمومي رأیو په نسبت‌یې تفاوت د نه‌ویلو حساب شوی دی.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG