د لاسرسي لېنکونه

د مالدووا خلک د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتو لپاره له سخت انتخاب سره مخ دي.

په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ دوهم دور انتخابات نن ترسره کېږي او خلک به داسې دوو کاندیدانو ته رأیه ورکوي چې یو یې له اروپايي ټولنې او بل‌یې له روسیې سره د اړیکو د نېږدې والي لېوالتیا لري.

تېره میاشت په دغه هېواد کې انتخابات وشول خو هېڅ‌چا معیار پوره نه‌کړ او په دوهم دور کې د سوسیال ګوند کاندید ایګور دودان چې پخوا د سوداګرۍ وزیر و له مایا ساندو سره چې پخوا د نړیوال بانک اقتصاد پوهه او د مالدووا د پوهنې وزیره وه په دغو انتخاباتو کې سره سیالي کوي.

ایګور د روسیې پلوي دی او مایا هم غواړي چې له اروپايي ټولنې سره نېږدې اړیکې ولري.

مالدووا چې درې نیم میلیونه اوسېدونکي لري د اروپا یو بې‌وزله هېواد دی.

XS
SM
MD
LG