د لاسرسي لېنکونه

د پاکستان په بلوچستان کې په یوه زیارت کې د چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۲ او د ټپيانو شمېر ۱۰۵ ته ورسېد.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر سرفراز بګټي رسنیو ته وویل چې دا چاودنه پرون ماښام مهال د حب په لیرې پرته سیمه کې د شاه نوراني په زیارت کې شوې ده:

"اوس وخت زموږ تمرکز د ژغورنې په عملیاتو دی، دا ساحه ډېره لیرې پرته ده، شاوخوا پنځه ساعته د موټر ډېره سخته لار ورغلې ده، موږ ټول خپل امبولانسونه او ټول امکانات برابر کړي، زموږ کسان په لار دي او ځینې یې د مدد لپاره وررسېدلي هم دي."

ویل کېږي شاوخوا شپږ سوه کسان په دغه زیارت کې و او صوفیانه مذهبي مراسم‌یې ترسره کول.

د پېښې د سیمې د لیرې والي په خاطر روغتونونو ته د ټپيانو د لېږد په برخه کې د ستونزو خبره یاده شوې ده او لا هم ګڼ ټپيان روغتونونو ته نه‌دي وړل شوي.

سږ کال مشهوره قوالي ویونکی امجد صابري هم د صوفیانه سندرو په خاطر په ډزو وژل شوی دی.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې دا لومړۍ خونړۍ پېښه نه‌ده تر دې مخکې په پوځیانو باندې وسله‌واله حمله او له هغې مخکې د مدافع وکیلانو په ټولنه باندې خونړۍ حمله د سږ کال درې سترې حملې دي چې د پاکستان په ناکراره بلوچستان ایالت کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.

XS
SM
MD
LG