د لاسرسي لېنکونه

نن به د افغانستان او تاجکستان د فوټبال ملي ټیمونه په دوشنبه ښار کې د فوټبال دوستانه لوبه وکړي.

د فوټبال فدراسیون ویاند سید علي کاظمي ازادي راډیو ته وویل لوبغاړي دې لوبې ته پوره چمتووالی لري او پرون‌یې وروستی تمرین هم وکړ.

ښاغلی کاظمي زیاتوي:

"د تاجکستان د فوټبال ملي ټيم په وړاندې د افغانستان فوټبال ملي ټيم د لا چمتووالي په هدف افغان لوبغاړو د دوشنبې ښار په مرکزي سټېډيوم کې د ملي ټیم د روزونکي انوش دستګیر تر نظر لاندې ترسره شو، تمه ده زموږ ګڼ شمېر هېوادوال د دې لوبې د لیدلو لپاره سټېډیوم ته راشي."

دا لوبه د افغانستان په وخت د مازیګر په درې نیمو بجو د دوشنبې ښار په مرکزي سټېډيوم کې پيلېږي.

که څه هم ویل کېږي چې د فوټبال د ملي ټيم سر روزونکی پیټر شیګېرټ له تاجکستان سره په لوبه کې حضور نه‌لري خو د ټیم کپټان فیصل شایسته ویلي چې د ټیم روحیه پياوړې ده.

XS
SM
MD
LG