د لاسرسي لېنکونه

د بګرام په هوايي ډګر کې له انتحاري حملې وروسته امریکايي چارواکو ویلي چې دا ډول حملې به په افغانستان کې روان مأموریت اغېزمن نه‌کړي.

د پنټاګون په یوه بیان کې راغلي چې د امریکا متحده ایالتو دفاع وزیر اشټون کارټر د پوځیانو په مرګ ژوبلې سخته خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې امریکا د امنیت د راوستلو لپاره له خپل مأموریت نه په شا کېږي.

اخوا د ناټو سرمنشي دا حمله سخته غندلې او ویلي یې دي چې ناټو به افغانستان یوازې نه‌پرېږدي او له ترورېزم سره په جګړه کې به ورسره ولاړ وي.

د بګرام په هوايي اډه کې پرون سهار انتحاري حمله وشوه چې په‌کې دوه امریکايي سرتېري، دوه امریکايي قراردادیان وژل شوي، ۱۶ امریکايي سرتېري او یو پولنډی سرتېری ټپيان شوي دي.

XS
SM
MD
LG