د لاسرسي لېنکونه

افغان ولسمشر ویلي اوس وخت د کابینې بدلون ډېر ګران تمامېږي.

ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې محمد اشرف غني دا خبره د ولسي جرګې له اداري پلاوي او ځینو غړو سره د پرون شپې په لیدنه کې وکړه.

د بیان له مخې ولسمشر له ولسي جرګې وغوښتل چې اوس دې اجازه ورکړي څو کابینه چې په پښو درېدلې په همدې قوت کار مخته یوسي.

ولسي جرګې د بهرنیو چارو، فواید عامې او کار او ټولنیزو چارو وزیران د دې لپاره استیضاح او سلب صلاحیت کړل چې ویل کېده انکشافي بودجه‌یې لږه مصرف کړې وه.

XS
SM
MD
LG