د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د پاکستان او افغانستان تر منځ د فرضي کرښې دواړو خوواو ته د پرتو قومونو ګډې هڅې کولای شي د ځان ژغورلو ملي او ټولیزه اراده رامنځته کړي.

یاد وزارت وايي، په سیمه کې نوي پیدا کېدونکي ستونزې د ټيټ ولسي شعور له امله دي چې باید ورته کار وشي.

یو شمېر مدني فعالان، حکومتي چارواکي او له پښتونخوا نه راغلی پلاوی د ډېورنډ فرضي کرښې ته د پرتو قومونو ستونزو د هواري او کتلوري دهلیز ساتلو لپاره پر ګډو هلو ځلو ټينګار کوي.

دې هدف ته د رسېدو لپاره د «پولې دواړو خواوو ته د فعاله ولسي تړون او پیوستون لار غړي» په کابل کې راټول شوي تر څو د فرهنګ او ژبې، مدني ټولنو، رسنیو او قومي مشرانو له لارې عملي اقدامات وشي.

د افغانستان د قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال په دې اړه جوړې شوي غونډې ته وویل چې په سیمه کې د شته ستونزو د حل لپاره باید ولسي شعور لوړ شي.

لېوال: د شته ستونزو د حل لپاره باید ولسي شعور لوړ شي.

لېوال: د شته ستونزو د حل لپاره باید ولسي شعور لوړ شي.

نوموړي زیاته کړه:

"کله چې وایو زموږ نوي ستونزې د ټيټ سیاسي او ولسي شعور له امله دي نو فکر کول په کار دي چې دا شعور څنګه لوړېږي، چې د هغې پر بنسټ بیا د ژغورنو ملي او ټولیزه اراده رامنځته شي، که زموږ نننۍ غونډه یا د هغې دوام د همداسې یوه فکر د رامنځته کېدو لامل شي زه فکر کوم موږ د سل کلن خوب څخه د را ویښېدو زیری درلودلای شو."

ښاغلی لېوال وايي دوی ژمن دي تر څو په سیمه کې د یوه ټولیز فکر د پیدا کېدو او عمل ته د رسېدو لپاره کار وکړي.

د مدني ټولنو یو شمېر فعالان او د ولسي تړون یو شمېر غړي وايي چې د څه باندې یوې پېړې راهیسې د ډيورنډ فرضي کرښې په واسطه دواړو خواوو ته د وېرې د راپیدا کېدو هڅه شوي او په لوی لاس دلته پراته قومونه د ترهګرۍ د قربانېدو تر څنګ په ترهګرۍ مشهور کړای شوي دي.

د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو ته د مېشتو خلکو د ګډ کلتور ساتنې او ستونزو هواري لپاره دا هڅې داسې وخت کېږي چې له دې یوه ورځ وړاندې د ډيورنډ فرضي کرښې د راښکلو ۱۲۳ کاله پوره شول.

​د خیبر پښتونخوا څخه د راغلي ولسي تړون او پیوستون لار او پلاوي مشر عالمزیب خان وايي، له دې کرښې وروسته پاکستان اوس د ولس تر منځ د کرکې تخم شیندي.

عالمزیب خان

عالمزیب خان

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په دې فکر یو چې کرښه خو ستونزې لري او د چارواکو تر منځ به یې هم په سر ستونزې را ولاړېږي، خو په منځ کې یې یو ولس چې هغه له هره اړخه یو دی او د هغوی تر منځ چې کوم روحاني تړون موجود دی د هغې د ختمېدو هڅې روانې دي چې که دا کار وشي د پښتون قوم لپاره به ډېره غټه بدمرغي وي."

د ډېورنډ فرضي کرښې د برخلیک په اړه وخت نا وخته غږ پورته شوی او د دې کرښې دواړو خواوو ته د پرتو قومونو د یووالي په اړه هلې ځلې تردې پخوا هم شوي.

په همدې حال کې څېړونکی حبیب الله رفیع وايي چې د وخت انګرېزانو دا کرښه یوازې د یوې مسودې له مخې راښکلي چې نه قانوني ده او نه هم منل شوې.

خو له دې ټولو سره د ډېورنډ دواړو لورو ته بېلابېلې ستونزې په تېره بیا ناامني هغه څه دي چې دلته پراته قومونه او د ولسي تړون او پیوستون لار غړي یې اندېښمن کړي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG