د لاسرسي لېنکونه

د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې لسګونه زره مظاهره کوونکي لارو سړکونو ته راوتلي او د ولسمشرې پارک ګیون های د استعفی غوښتنه کوي.

د پولیسو د اټکل له مخې شاوخوا ۱۷۰ زره کسانو نن په دغو لاریونونو کې برخه اخستې ده.

دا مظاهرې پر ولسمشرې د هغو اعتراضونو یوه وروستۍ بېلګه ده چې پارک تورنوي چې په حکومتي پرېکړو کې یې د یوه شخصي دوست مداخلې ته اجازه ورکړې ده.

د دې ملګرې شای سون سیل «Choi Soon-sil» تورنه ده چې د ولسمشري پر مټ یې لسګونه میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

څارنوالان به د نومبر تر ۲۰ نېټې پوري د شای په وړاندې د تورونو دوسیه پرانیزي.

دا احتمال هم شته چې دا څېړنې پخپله ولسمشرې ته هم ورسېږي.

پارک تېره اوونۍ په یوه ټلویزیوني وینا کې له دې کبله بخښنه وغوښته او ژمنه یې وکړه چې د دې د ملګري د کړنو د پلټنې پر مهال به هر ډول همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG