د لاسرسي لېنکونه

د زابل سیمه ییز چارواکي وایي چې د دې ولایت په مرکز قلات کې پوهنتون جوړېږي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډیو ته وویل چې دا پوهنتون په زر جریبه ځمکه کې جوړېږي چې تېره ورځ د مرکز څخه د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي او د زابل د والي لخوا يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د سیال په وینا تر اوسه د پوهنتون د جوړېدو لګښت نه دی معلوم، خو د را روان کال تر کانکور ازموینو وروسته به یو شمېر محصلین په دوو پوهنځیو ښوونې او روزنې او زراعت کې جذب کړي او په دې توګه به په زابل کې هم ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د پوهنتون لګښت تر اوسه معلوم نه دی، خو دا به اول دوه پوهنځي ښوونې او روزنې او زراعت ولري وروسته به کرار کرار نورو پوهنځیو ته پراخېږي."

زابل دا مهال د لوړو زده کړو لپاره کوم شخصي او یا دولتي تعلیمي بنسټ نه لري.

د کلونو راهیسې د دې ولایت ځوانان په کندهار، کابل او نورو ولایتونو کې لوړې زده کړې کوي.

XS
SM
MD
LG