د کندز امنیتي چارواکي او د ولایتي شورا غړي، د دې ولایت د دوهم ځل سقوط اصلي عاملین هغه امنیتي منسوبین بولې چې تېرکال د کندز د لومړي ځل سقوط کې په کاري غفلت تورن له دندو ګوښه او نورو ولایتونو ته تبدیل شوي وو.
د کندز د امنیې قوماندانۍ د امنیت د امر محمد معصوم هاشمي د خبرو پر بنسټ چې تېرکال د کندز سقوط نه وروسته د هېواد ولسمشر دغه ولایت ته د خپل سفر پر مهال ۲۲۹ تنه امنیتي منسوبین د کندز په سقوط کې د کاري غفلت په تور له دندو ګوښه او نورو ولایتونو ته تبدیل کړي وو.
ښاغلی هاشمي زیاتوي چې دغه ګوښه شوي کسان د شخصي روابطو پر اساس بېرته په کندز کې مقرر شوي چې له کبله یې د دوهم ځل لپاره د دغه ولایت ښار د وسله والو طالبانو لاس ته ورغي.
نوموړي زیاته کړه:
"تېرکال د ولسمشر لخوا ۲۲۹تنه امنیتي منسوبین له دندو ګوښه او نورو ولایتونو ته تبدیل شول، خو همدغه کسان بیاځل د شخصي روابطو په اساس په کندز کې تعیین شوي دي او همدغه کسان د کندز د دوهم ځل سقوط عاملین دي، ځکه په ځینو سیمو کې دوی خپلې سیمې ونه ساتلې او دوی د جګړې او مقاومت توانايي هم نه لري، خو بیا په کندز کې مقرر شوي دي."
په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا غړي هم وايي، هغه شمېر امنیتي منسوبین چې تېرکال د کندز سقوط نه وروسته د ولسمشر لخوا له دندو لېرې کړل شوي وو، خو بیاځل په کندز کې مقرر شوي دي.
د کندز د ولایتي شورا یو تن غړي امرالدین ولي زیاته کړه:
"همدې خلکو تېرکال کندز ته سقوط ورکړ، خو له دوی نه پوښتنه ونه شوه او دوی ته قانوني سزا ور نه کړل شوه او بالاخره دغه کسان د روابطو پراساس بیا په کندز کې مقرر شوي چې له کبله یې د تېرکال پېښه بیاځل تکرار شوه."
د ولایتي شورا یوبل غړی صفي الله امیري، د دغو چارواکو د خبرو په تاییدولو سره وايي:
"تېرکال حداقل ۲۱ تنه د پولیسو منسوبین د کندز د لومړي ځل سقوط په تړاو له دندو ګوښه کړل شوي وو، خو دغه تبدیل شوي کسان د شخصي اړېکو پر اساس بیاځل په کندز کې پر دندو ګمارل شوي دي او د کندز د دوهم ځل سقوط عاملین همدغه کسان دي."
په همدې حال کې یوه تن پولیس چې د خپل نوم له ښودلو څخه یې ډډه کول ازادي راډیو ته وویل چې تېرکال ولسمشر غني کندز ولایت ته د خپل سفر پرمهال کوم کسان چې له ځان سره راوستي و د لېرې کړل شویو کسانو پر ځای باندې د هغوی د مقررېدو فرمان ورکړی و، خو له څو میاشتو تېرېدو وروسته له دندو لېرې کړل شوي کسان د اړیکو پر اساس بېرته پر خپلو ځایونو باندې مقرر شوي او د ولسمشر غني لخوا معرفي شوي کسان له دندو لېرې کړل شول.
بلخوا په شمال ختیځ زون کې د پولیس د ۸۰۸ سپینزر زون قوماندان شېرعزیز کاموال بیا وايي، هغه افسران چې د ولسمشر فرمان په لاس کې لري ډېر ژر به یې پر دندو مقرر کړي:
"دغه تبدیل شوي کسان بیاځل د ولسمشر د فرمان پراساس نه دې راغلي، ځکه دغه کسان تېرکال له دندو ګوښه کړل شوي وو، خو هغه کسان چې د ولسمشر د فرمان پراساس تعیین شوي دي هغه کسان به موږ په نږدې ورځو معرفي کړو."
د کندز سیمه ییز چارواکي او د ولایتي شورا غړي، د دې ولایت د دوهم ځل سقوط اصلي عاملین هغه کسان بولې چې د کندز تېرکال سقوط کې په کارې غفلت تورن او له دندو ګوښه کړل شوي وو، خو بیا ځل د روابطو پر اساس په دې ولایت کې پر خپلو دندو ګمارل شوي دي.
راپور: اجمل ارین