د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

ایا ټرمپ کولای شي د ډاکټر شکیل افریدي ژوند وژغوري؟


ايا د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ کولای شي د ډاکټر شکيل افريدي ژوند وژغوري؟

په ۲۰۱۲میلادي کال کې پر شکيل افريدي د ۳۳ کلونو د بند سزا ووته چې وروسته په ۲۰۱۴میلادي کال کې ۲۳ کلونو ته راکمه شوه.

دی د پاکستان په قبايلي سيمو کې د پخواني استعماري قانون له مخې په دغه سیمه کې سخت دريځو يرغمل نيوونکو ته د راخوشي کېدو په بدل کې د پيسو ورکولو په تور محاکمه شو.

پنځوس کلن افريدي هر ډول تورونه ردوي.

په ۲۰۰۸میلادي کال کې سخت دريځې ډلې لشکر اسلام دی برمته کړ او د ده کورنۍ وايي چې د ده د راخوشي کولو په بدل کې ورسره همدا یو انتخاب وو چې يرغمل نيوونکو ته پيسې ورکړي.

شکیل افریدي
شکیل افریدي

په اپرېل مياشت کې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وويل چې که ولسمشر وټاکل شي، د افريدي د راخوشي کولو لپاره به مداخله وکړي.

ده فاکس نیوز ته ويلي وو:

"زه فکر کوم هغه به په دوو دقيقو کې راخوشی کړم، زه به دوی ته ووایم چې دی راخوشي کړي، زه مطمئن یم چې دوی به هغه راخوشی کړي ځکه موږ پاکستان ته ډېرې مرستې ورکوو."

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفير او د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر رستم شاه مومند له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه داسي وويل:

رستم شاه مومند
رستم شاه مومند

"دا به ډېر ناسم اغېز وکړي پر پاکستان، ولس به مزاحمت وکړي، ډېر به خفه شي که یې افريدي امريکا ته په لاس ورکړ، که ټرمپ پر خپل ضد ټينګ شو، د دولتونو کار خو داسي نه چلېږي، بیا به د امریکا پر ضد نوره هم دلته غم او غوسه زیاته شي."

فاکس نيوز ته د ټرمپ خبرو په پاکستان کې سخت عکس العملونه راوپارول.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير چودري نثار علي خان وويل چې ټرمپ بايد د ده خپلواک ملت ته درناوی وکړي.

ده ویلي وو چې پاکستان د امریکا مستعمره نه ده.

د افريدي راتلونکی به پاکستانۍ محکمې او د پاکستان حکومت ټاکي.

افريدي د پاکستان د استخباراتي ادارې «ای. ايس. ای» له خوا په دوه زره يوولسم کال کې ونيول شو.

دا سمدستي وروسته له هغه چې په مې مياشت کې امریکايي ځواکونو د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې د اسامه بن لادن پر کور حمله وکړه.

پر ده دا تور هم وو چې د امریکا د استخباراتي ادارې «سي. ای. اې» له خوا د اسامه بن لادن په نښه کولو په هدف د واکسيناسیون له پروګرام سره یې تړاو درلود چې وروسته پر بن لادن د امریکايي پوځ له خوا حمله وشوه.

د پاکستان يوه دولتي هيئت چې دغه حمله يې پلټله، ان دا وړانديز وکړ چې افريدي بايد د خيانت په تور محاکمه شي.

اوس چې ټرمپ منتخب ولسمشر دی، دا مسئله ښايي د دواړو هېوادونو په خپلمنځي اړیکو کې مهم رول ولري.

خو که ټرمپ پر خپله ژمنه ولاړ پاته شي، ويل کېږي ډاکټر افريدي ښايي راخوشي شي او ان وستايل شي چې له امريکا سره يې د اسامه بن لادن په نښه کولو کې مرسته کړې وه.

XS
SM
MD
LG