د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

ایا ټرمپ به د واشنګتن او مسکو اړیکې ښې کړي؟


د روسیې او امریکا اړیکې اوس وخت خړپړ دي،ایا د امریکا د نوي جمهور رئیس په توګه د ډونالډ ټرمپ انتخاب به د واشنګتن او مسکو اړیکې ښې کړي؟

د روسیې خپلواکه سیاسي شننونکي د امریکا د نوي جهمور رئیس په توګه د ډونالډ ټرمپ تر ټاکل کېدو وروسته په دې موضوع بحث کوي چې د هغه انتخاب به د امریکا او روسیې په اړیکو څه تاثیر وکړي.

که څه هم چې ټرمپ به د امریکا د اوسني ولسمشر بارک اوباما په نسبت د روسیې د ولسمشر ویلادمیر پوتین لږ منتقد وي او له مسکو سره د اړیکو لېوالتیا به لري، خو خبره لا هم نه ده معلومه.

په امریکا متحده ایالتونو کې د روسیې پخوانی سفیر ویلادمیر لوکین د دې پوښتنې په ځواب کې چې څومره به د ټرمپ بریا د مسکو او واشنګتن اړیکې ښې کړي وویل چې دا د اړیکو د ښه والي لپاره یو ښه او نوی فرصت دی.

لوکین: دا د اړیکو د ښه والي لپاره یو ښه او نوی فرصت دی.
لوکین: دا د اړیکو د ښه والي لپاره یو ښه او نوی فرصت دی.

نوموړي زیاته کړه:

"که زه د خپل هېواد په اداره کې وای په دې اړه مې جدي فکر کاوو چې د امریکا له نوې ادارې سره اړیکې ښې کړو او د اړیکو یوه نوې پاڼه پرانیزو، یا هم دا چې که تاسو بیا تنظیم غوره بولئ چې تېرې تېروتنې ونه څېړي یا څوک حق په جانبه دی څوک ګرم دی دا ټولې خبرې کیدلای شي."

د روسیې او امریکا د اړیکو په اړه دا پوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې ډونالډ ټرمپ په انتخاباتي کمپاینونو کې ویلي و چې له روسیې سره اړیکې ښې کوي.

د روسیې د اپوزیسیون یو سیاستوال الیا یاشین بیا وايي، ټرمپ اوس دا ستونزه په مخکې لري چې ثابته کړي چې د روسیې ایجنټ نه دی ځکه په هغه دا تور لګېدلی چې د ویلادمیر پوټین ایجنټ دی.

یاشین: ټرمپ باید ثابته کړي چې د روسیې ایجنټ نه دی.
یاشین: ټرمپ باید ثابته کړي چې د روسیې ایجنټ نه دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د روسیې او امریکایي رسنیو پروپاګند ټرمپ ته د پوتین د ایجنټ په توګه اعتبار ورکړ، د هېلري کلېنټن انتخاباتي دفتر او د پوتین پلویان باوري دي چې دا د پوتین بریا ده او کریملین په امریکا کې د خپلې خوښې وړ ولسمشر پیدا کړ، دا د ټرمپ لپاره ستونزمنه ده ځکه هغه باید ثابته کړي چې د پوتین استازی نه و."

په ټرمپ باندې د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال د نورو لسګونو خبرو تر څنګ دا تور هم پورې و چې دی د روسانو ایجنټ دی او په ډېرو مسایلو کې د روسیې پلوي کوي.

ټرمپ چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د انتخاباتي کالجونو په غټ تفاوت وګټل د جنورۍ په شلمې به د امریکا د ۴۵ ولسمشر په توګه لوړه کوي، خو ژمنه یې کړې چې له لوړې مخکې له ویلادمیر پوتین سره ګوري.

وروسته له هغه چې له روسیې سره د کریمیا یوځای کېدل ناقانونه وبلل شول او د دغه هېواد په ختیځ او سوریه کې روسیې پوځي مداخله وکړه امریکا یې په اړه غبرګون وښود او د دواړو اړیکې له هماغه راهیسې خړ پړ شوې.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG