د کندز یو شمېر مدني فعالان وايي، باید په کندز کې د ملکي خلکو د وژنې عاملین ژر تر ژره سزا وویني.
مدني فعالانو په کابل کې د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال د بهرنیو ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې د ملکي خلکو وژنه له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه وبلله او په دې برخه کې د عدالت غوښتنه کوله.
د دغه اعتراضیه غونډې مسؤل شبیر ابراهیمي وايي:
"دلته له راټولېدو مو هدف یوازې دا دی چې د کندز له هغه خلکو سره چې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بمباریو کې وژل شوي همدردي وښیو او موږ راټول شوي یو چې د ولس غږ پورته کړو."
شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د کندز په بُزکندهاري سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي بمباریو په نتیجه کې د سیمه ییزو چارواکو په خبره ۳۱ ملکي وګړي، درې افغان سرتیري او ۲۶ طالبان ووژل شول.
یوازې مدني فعالان نه بلکې د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي و چې کندز کې پر غیرې نظامیانو هوايي بمباري له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.
دغه سازمان همدا راز د کندز پېښې په اړه د ملګرو ملتونو د څېړونو له پیله هم هرکلی کړی و.
په ورته وخت کې مدني فعال محمد رفیع کاکړ بیا وايي، دا د حکومت مسؤلیت دی چې ژر ترژه د دغه قضیې عاملین مجازات کړي.
دی وايي:
"وګورئ همدا اوس د پېښې مجرمین او قاتلین معلوم دي د شپې ۱۱ بجې حمله شوې ده، موږ له خپل حکومته غواړو چې ژر تر ژره د پېښې عاملین محکمه کړي."
دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینهپال له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د یادې پېښې په اړه څېړنې روانې دي او حکومت به د څېړونو د نتیجو له معلومېدو وروسته پریکړه وکړي.
په کابل کې د قاطع ملاتړ ماموریت هم ویلي و چې د دغه قضیې په اړه به څېړنې وکړي.
محمد حدیث پردېس