د لاسرسي لېنکونه

روسیه وايي، د سوریې په کلابند شوي حلب ښار کې د وسله‎والو مخالفینو له‎خوا د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه اسناد یې ترلاسه کړي دي.

د روسیې پوځ نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دې هېواد د دفاع وزارت کارپوهانو د تروریستانو اړوند د توپونو داسې ناچاودي مهمات ترلاسه کړي چې زهري کیمیاوي مواد په‎کې دي.

خبرپاڼه زیاتوي دا زهري کیمیاوي مواد په غالب ګومان د کلورین ګاز او سپین فاسفورس دي.

د کیمیاوي وسلو کنوانسیون چې سوریې په ۲۰۱۳ کال کې لاسلیک کړ، د وسلې په توګه د کلورین د ګاز کارول ممنوع کړي.

د روسیې دفاع وزارت وايي چې د دې ادعاوو په اړه د روسیې د دفاع وزارت په لابراتوارونو کې په تفصیل سره نورې څېړنې هم په پام کې دي.

تېره میاشت د کیمیاوي وسلو د بندیز ادارې اعلان وکړ چې د سوریې دولتي ځواکونو په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې پر یو شمېر کلیو د کلورین ګاز حملې کړې دي خو روسیې دا خبرونه بې بنسټه وبلل ویې ویل چې د کلورین ګاز د کارولو له کبله د بشارالاسد پر رژیم باید بندیزونه ونه لګول شي.

XS
SM
MD
LG