د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

کارټر: د اضافي بودجې تصویب به د افغان ځواکونو وړتیا لوړه کړي


د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر وايي، د امریکا د پوځ لپاره د اضافي بودجې تصویب به افغان حکومت په دې برلاسی کړي چې د امنیت د ټینګښت لپاره خپل پلانونه ښه تطبیق کړي.

د امریکا دفاع وزیراشټون کارټر ویلي چې د پوځ لپاره د اضافي بودجې تصویب به مرسته وکړي چې له داعش سره جګړه چټکه شي.

ښاغلي کارټر په یوه بیان کې ویلي چې "دا پلان به د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ماتولو لپاره زموږ هڅې چټکې کړي."

هغه ویلي که دا بودجه تصویب شي:

"د ولسمشر اوباما هغه پرېکړه به تحقق پیدا کړي چې زموږ د سرتېرو د تعین له لارې افغان حکومت برلاسی کړي چې د خپل هېواد د امنیت لپاره پلانونه تطبیق کړي."

اشټون کارټر ویلي د دې اضافي بودجې تصویب به د افغان هوايي ځواکونو وړتیا لوړه کړي.

په دې بودجه کې دوه نیم میلیارده ډالره په افغانستان کې د پاتې کېدونکو ۸۴۰۰ امریکايي سرتېرو د تعین لپاره ځانګړې شوي څو وکولای شي د افغان حکومت په همکاري د امنیت په ټینګښت کې مؤثر رول ولوبوي.

د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر اشټن کارټر
د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر اشټن کارټر

۳۸۳ میلیونه ډالره د داعش په سرد هوايي حملو او پنځه اعشاریه اته میلیارده ډالره هم په عراق کې د ثبات د بیا راوستلو او د ځینو جګړه ځپلو هېوادونو د ماین فرش شویو سیمو د تصفیې او مرستو لپاره ځانګړې شوي دي.

امریکايي چارواکو هیله ښودلې چې کانګرس راتلونکې اوونۍ دا غوښتنه تر بحث لاندې ونیسي او پاس یې کړي.

ولسمشربارک اوباما پرون کانګرس ته خپله غوښتنه لېږلې ده.

ښاغلي اوباما ویلي دا بودجه یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د جګړې د مخته وړلو، په بهر کې د امریکايي سرتېرو د شمېر د تعین او د افغان پوځ د هیليکوپټرو د مډرنېزه کولو لپاره غوښتې ده.

د امریکا حکومت د پوځ لپاره په ۲۰۱۶ کال کې شاوخوا ۵۳۰ میلیارده ډالره بودجه تصویب کړې وه او د نوې اضافي بودجې په تصویب سره به ۵۴۰ میلیاردو ډالرو ته ورسېږي.

دا بودجه یوازې پنټاګون یا دفاع وزارت ته نه ده ځانګړې شوې بلکې په بهرنیو چارو وزارت او له داعش سره په جګړه کې په نورو ښکېلو خواوو هم ویشل کېږي.

لا معلومه نه ده چې کانګرس به چې تردې مخکې یې هم اکثرو غړیو د پوځ د بودجې په اړه له خورا احتیاطه کار اخېسته د امریکا د ولسمشر بارک اوباما دې غوښتنې ته څه ځواب وايي.

د استازیو جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې رئیس جمهوري غوښتونکي مک ټورینبري دا غوښتنه کافي نه ده بللې ځکه چې د ده په خبره:

"دا اقدام له داعش سره جګړه نه‎شي چټکه کولای او نه هم د ګواښونو د هدف ګرځولو لپاره مؤثره تمامېږي."

د امریکا د استازیو جرګې او سنا جرګې واک یو ځل بیا د جمهوري غوښتونکو لاس ته ورغلی دی او داسې نه ښکاري چې په اساني دي هر څه مثبت ځواب کړي.

تازه افغان حکومت د امریکا د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي خو پخوا یې له افغان پوځ سره د نړیوالې ټولنې او په خاصه توګه امریکا مرستې ډېرې حیاتي بللي دي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG